د امریکا په کېلېفورنیا کې هغو ایرانیانو یوه مقدمه کښلې چې غواړې د خپلې کورنۍ غړي امریکا ته وروغواړي خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې د سفري بندیزونو له وجې یې داسې نه شي کولای.
دغه بندیزونه پر ایران او نورو څلورو مسلمان هېوادونو لګول شوي دي.
د ایران نژادو امریکایانو ډلې د جولای پر۲۳مه په یوه مقدمه کې شکایت کړی چې د دوی کېسونه تر میاشتو پورې ځنډول شوي دي.
دوی وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ او پر ایران د ځینو بندیزونو له وجې دوی په رسمي توګه د خپلو کورنیو لپاره درخواستونه نه شي لېږلای.
د دوی یو وکیل کرټېس موريسن اېسو شيېټډ خبري اژانس ته ویلي، دوی عدالت ته له تلو پرته بله لار نه لري.
د امریکا د داخلي امنیت ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه سفري بندیزونه له ایران سر بېره د لیبیا، یمن، شام، صومالیه او شمالي کوریا پر خلکو لګول شوي دي.