د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ کابل ته له رسېدو سره سم له ولسمشر اشرف غني سره کتلي.
ارګ وايي د ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په لیدنه کې لازمه وګڼل شوه چې خلیلزاد د څه مودې لپاره په کابل کې پاته شي.
په هغه خبرپاڼه کې چې په سېشنبه ناوخته د دې لیدنې په اړه له ارګه خپره شوې، په دې اړه چې زلمي خلیلزاد د څه لپاره په کابل کې پاته شي، جزیات نه دي ورکړل شوي خو ویل شوي چې په دې لیدنه کې "د وروستيو تحولاتو او د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه هر اړخیز بحث وشو."
زلمی خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره د روانو هڅو په لړ کې سیمې ته خپل تازه سفر له کابله پیل کړی او ټاکل شوې چې له طالبانو سره د اتم پړاو خبرو لپاره به قطر ته هم ولاړ شي.