د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او عمران نن سره ویني


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ۲۲م جولای له پاکستاني وزیراعظم عمران سره ویني
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن ۲۲م جولای له پاکستاني وزیراعظم عمران سره ویني

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن په واشنګټن کې سره ګوري.

اټکل دی چې ټرمپ به عمران خان په خپل ملک کې دننه د ترهګرو ډلو خلاف جګړې او د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ ته وهڅوي. دا د دواړو مشرانو ترمنځ لومړی رسمي ملاقات دی.

د عمران خان سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ او د استخباراتو مشران هم ملګري دي له کومې چې جوتېږي د دوه اړخیزو خبرو محور به د افغانستان د جګړې په اړه خبرې وي.

پاکستاني پلاوی به د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ د امریکا د دفاعي، امنیتي، انرژۍ او خزانې چارواکو سره هم وګوري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په داسې مهال کې د امریکا پر سفر بوخت دی چې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې خرابې شوي. واشنګټن په افغانستان کې د استحکام د راوستلو او د تېرې اتلس کنې جګړې د ختمولو هڅه کوي.

امریکايي چارواکو ویلي، پاکستان چې د افغانستان ګاونډي هیواد دی، د افغان شخړې په هوارۍ کې مهم رول لوبوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG