د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي باچا د امریکايي ځواکونو د ورتلو منظوري ورکړه


امریکايي ځواکونه په سعودي عرب کې (پخوانی عکس)
امریکايي ځواکونه په سعودي عرب کې (پخوانی عکس)

د سعودي عرب پاچا شاه سلمان په ۲۰۰۳م کال کې د عراقي امر صدام حسین د واک تر نسکوریدو وروسته په لومړي ځل د امریکايي ځواکونو د کوربه توب منظوري ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او سعودي عرب له ایران سره د کشالو زیاتېدو پر مهال خپل منځي همکاري زیاتوي.

د سعودي عرب سرکاري خبري اژانس ایس پي اې د جولايي پر ۱۹مه د دفاع وزارت ویاند له خولې وویل چې د سعودي او امریکا تر منځ د خپل منځي همکاري په ګډون د سیمې امنیت او ثبات خوندي ساتلو لپاره د دواړو خواو لخوا د ګامونو پورته کولو خواهش په بنیاد شاه سلمان د امریکايي ځواکونو د کوربه توب منظوري ورکړه.

سعودي چارواکو د موافقې په اړه ډېر معلومات نه دي په ډاګه کړې. خو د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو ایسوشي ایټډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې ځيني سرتېري او هوايي دفاعي میزایلي نظام وار له مخه پرنس سلطان هوايي اډې ته رسېدلي دي.

دغه هوايي مرکز د ریاض په جنوب کې پروت دې چې پخوا پکې امریکايي ځواکونه ځاې پر ځاې شوي وو.

یو امریکايي چارواکي وویل چې په دغه مرکز کېد هوايي جاز او په اوړي کې د اضافي سرتېرو د راتلو لپاره سرتېري تیاریانې کوي.

امریکا په سیمه کې وار له مخه پوځي اډې لري او سرتېري یې په قطر، بحرین او متحده عرب اماراتو کې ځاې پر ځاې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG