ایران له دې انکار کړی چې ګنې په ستراتیژیک هرمز تنګي کې امریکايي جنګي بېړۍ د دوی یو ډرون ویشتی دی. تر دې وړاندې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي ول چې یوې سمندري بېړۍ یې یو ایرانی ډرون ویشتلی دی.
د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ارغچي د جولای پر ۱۹مه پر خپل ټویټ کښلي چې په هرمز تنګي او نه هم په بل ځای کې یې ډرون ویشتل شوی دی.
ایرانۍ میډیا د دغه هېواد د وسله وال ځواک یوه ویاند بریګېډیر جنرال ابو الفضل شېکرچي له خولې ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د بې ځایه او تېراېستونکیو دعوو باوجود په فارس خلیج او هرمز تنګي کې د دوی ټول ډرون الوتکې خپلو اډو ته خوندي ستنې شوي دي.
رسنۍ یې د شېکرچي له خولې دا هم وايي چې د امریکا له سمندري بېړۍ سره د نښتې هېڅ رپوټونه نشته.