د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د قبایلي ضلعو ټاکنو کې د ښځو لږ ګډون نتیجې منسوخولی شي''


شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ ټاکنو پر مهال یو پاکستانی پوځ د رایو مرکز کې څارنه کوي. ۲۰۱۸ ز کال ۲۵م جولای
شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ ټاکنو پر مهال یو پاکستانی پوځ د رایو مرکز کې څارنه کوي. ۲۰۱۸ ز کال ۲۵م جولای

د خېبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ ټاکنو ته ولاړ ګڼو انتخاباتي نوماندانو غوښتنه کړې چې په قبايلي سيمو کې دې د ښځو لپاره د رايو کارولو مرکزونه زيات کړل شي.

دوی اندېښنه لري چې د ښځو لپاره د ځانګړو مرکزونو کموالی د دې لامل کېدای شي چې ښځې تر ټاکلې اندازې په کم شمېر کې رايې وکاروي او انتخابات منسوخ شي.

د پاکستان انتخاباتي کميسيون د ۲۰۱۸م کال تر پارليماني ټاکنو وړاندې قانون جوړ کړی و چې له مخې يې په هره انتخاباتي حلقه کې د ښځو ۱۰ فيصده رايې لازمي ګرځول شوي وې. د دې قانون له مخې که چېرې ټولو اچول شوو رايو کې د ښځو ونډه تر ۱۰ فيصده لږ وي نو هلته به له سره ټاکنې کېږي. همدې قانون ته په کتو باجوړ قبايلي ضلع کې د ۲۰م جولای صوبايي انتخاباتو ته ولاړ يو کانديد حاجي لالي شاه غوښتنه کوي چې د ښځو لپاره دې ځانګړې پولنګ سټېشنونه يا د رايو اچولو مرکزونه زيات کړل شي.

''دلته د ښځو پولنګ سټېشنونه ډېر کم دي خو د نارينوو هغه ډېر دي. موږ بل اعتراض دا لرو چې په ځېنو سيمو کې يې د رايو اچولو مرکزونو کې د ښځو او نارينوو لپاره يوه دروازه جوړه کړې ده. الېکشن کمېشن دې په قبايلي سيمو کې د ښځو پولنګ سټېشنونه زيات کړي او په مشترکه پولنګ سټېشنو کې دې د ښځو او نارينوو لارې بېلې کړي.''

د قبايلي سيمو په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي. په دې سيمو کې د ۱۶ عامو چوکيو لپاره ۲۸۰ نوماندان ميدان ته راوتلي دي. پر دې سربېره د ښځو لپاره څلور ځانګړي چوکۍ او د مذهبي لږکيو لپاره يوه ځانګړې چوکۍ هم شته. په خېبر قبايلي ضلع کې دې انتخاباتو ته ولاړ يو نوماند شاه حسېن شينواری وايي چې ښځې راتلونکو ټاکنو ته ډېرې لېواله دي خو انتخاباتي کميسيون ډېر کم مرکزونه ورته جوړ کړي دي.

''قبايلي سيمو کې د انتخاباتو لپاره د ښځو سوچ او شعور ډېر زيات شوی دی او هره ښځه به ووټ اچولو ته ځي. زما د حلقې يو سرکاري های سکول دی چې بې حسابه ووټونه پکې اچول کېږي خو انتظام يې دومره زيات ناقص وي چې د ۲۰۱۸م کال په پارليماني ټاکنو کې تر نيمايي زياتې ښځې له ووټ اچولو پاتې شوې.''

د پاکستان انتخاباتي کميسيون د شمېرو له مخې په اوو قبايلي ضلعو کې ۴۸۲ د رايو اچولو مرکزونه د نارينوو لپاره، ۳۷۶ د ښځو لپاره او ۱۰۳۸ مشترک مرکزونه دي چې ښځې او نر دواړه به په خپلو بېلو کوټنيو کې رايې کاروي. د کميسيون د خېبر پښتونخوا وياند سهېل احمد خان د جولای پر ۱۸مه مشال راډيو ته وويل چې دوی د ۲۰۱۸م کال د پارليماني ټاکنو په شان د ښځو لپاره هغومره مرکزونه جوړ کړي دي.

''قانون دا وايي چې پولنګ سټېشن به په سرکاري ودانۍ کې جوړېږي. په دې کې سرکاري دفتر، سرکاري سکول يا کالج او د صحت سرکاري مرکز راځي. که څوک د پولنګ سټېشنو پر کموالی اعتراض لري نو د دې لپاره الېکشن کمېشن خپل وخت ټاکلی و چې نوماندانو اعتراضونه جمع کولای شوای.''

خو انتخاباتي نوماندان وايي چې په شخصي سکولونو او نورو ودانيو کې دې هم د رايو اچولو مرکزونه جوړ شوي وای او امنيت دې يې پوليسو نيولی وای. په قبايلي سيمو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات د جولای پر ۲۰مه تر هغه وروسته کېږي چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې د پاکستان په ايين کې تر ۲۵م بدلون وروسته فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه ورګډه کړل شوه.

XS
SM
MD
LG