د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند د ټاکنو ممکنه اغېز؟


په قبايلي ضلعو کې د جولايي پر ۲۰ مه نېټه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات کېږي.

پر ۱۶ چوکيو به څه باندې ۴۰۰ کانديدان سيالي کوي.

په دې تړاو انتخاباتي کمپېن په وروستيو مرحلو کې دی. د پاکستان تر جوړېدو وروسته دا لومړۍ ځل دی چې په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات ترسره کېږي.

ټاکنې د قبايلي سيمو د خلکو لپاره څه ارزښت لري او دا به په مجموعي توګه دد سیمې پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند څه اغېز وکړي؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې واکدارۍ او ولسي احستاب مرکز سېنټر فار ګورنېنس اېنډ پبلک اکونټبلېټي مشر انور يوسفزی او خبريال او څېړونکی شمس مومند سره څېړل شوې دي.

د انتخاباتو د قبايلي ضلعو پر ټولنيز، اقتصادي او سياسي ژوند ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG