د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو صوبايي ټاکنې تر پوځي څارنې لاندې کېږي


شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ ټاکنو پر مهال یو پاکستانی پوځ د رایو مرکز کې څارنه کوي. ۲۰۱۸ ز کال ۲۵م جولای
شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ ټاکنو پر مهال یو پاکستانی پوځ د رایو مرکز کې څارنه کوي. ۲۰۱۸ ز کال ۲۵م جولای

پاکستان ټاکنو کميشن په قبايلي ضلعو کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره کېدونکي انتخابات د پوځ په نګرانۍ کې د کولو لپاره نوټيفيکېشن جاري کړ.

د اليکشن کميشن ترمخه د جولای له ۱۸مې تر ۲۱مې د قبايلي ضلعو په ټولو حلقو کې به د رایو مرکزونو دننه او بهر پوځي اهلکاران ګومارلي وي. له دې سره سره انتخابي کارمندانو ته چې به په کومو ځايونو کې ټرېنینګ ورکول کېږي نو د هغو ځايونو حفاظت به هم پوځ کوي.

د ذکر ده چې د قبايلي ضلعو په ۱۶ څوکيو به د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات د جولای پر ۲۰مه نېټه کېږي.

د خيبر پښتونخوا د اليکشن کميشن وياند سهيل احمد مشال راډيو ته وويل دا ګام يې د امنيت په خاطر پورته کړی دی ځکه چې د قبايلي ضلعو حالات د ټولو په وړاندې دي. اليکشن کميشن غواړي چې انتخابات په پرامنه ماحول کې وکړي نو ځکه يې د ايين ارټيکل ۲۱۸/۳ په رڼا کې دا فيصله وکړه.

د نوموړي وينا وه دا پوځي اهلکاران به پريزايډنګ افسر ته جوابده وي، که یو پېښه رامخې ته کېږي او يا که یو څوک څه قسمه شکايات لري نو دوی به راپور ياد افسر ته ورکوي او هغه به بيا فيصله کوي چې څه کول پکار دي.

د ۲۰۱۸ز کال په جولای مياشت کې په ملک کې شوي انتخابات هم د پوځ په نګرانۍ کې شوي ول چې وروستو پرې بيا اپوزيشن ګوندونو او يوشمير ازادو اميدوارانو نيوکې کولې او وينا يې وه د ووټونو شميرې پر وخت پوځي اهلکارانو د يوشمير پولنګ سټيشنونو نه د دوی نمايندګان بهر اېستلي ول او د خپلې خوښې په کانديدانو يې انتخابات وګټل.

خو پوځ بيا دغه تورونه ردوي او وينا يې وه د دوي کار صرف امنيت پرځای ساتل وو.

مشال راډيو چې کله د شمالي وزيرستان نه د صوبايي اسمبلۍ کانديد ملک غلام خان نه د اليکشن کميشن دې فيصلې پحقله تپوس وکړو نو نوموړې وايي پوځ په نګرانۍ کې په انتخابات کولو ورته څه اعتراض نه شته خو دا دې يقيني کړې شي چې خلک کوم اميدوار ته وټونه ورکړي نو د شميرې وروستو اليکشن کمیشن دې د هغې د کاميابۍ نوټيفيکېشن جاري کړي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي د حکومت لخوا پوځ لېږلو مخالفت کوي او په قبايلي ضلعو کې دې انتخابات د پوځ پرځای د انتظاميې په نګرانۍ کې وکړل شي نو د فاټا ټولو ګوندونو سره سره د ملک او په خصوصي توګه د خيبر پښتونخوا ټولو ګوندونو ته خواست کوي چې مخالفت په کولو سره د دې فیصلې پرضد دې بهر راووځي.

پخوانۍ فاټا په خيبر پښتونخوا کې د ضم کېدو وروستو په يادو سيمو کې به په لومړي ځل د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې کېږي.

XS
SM
MD
LG