د جولای پر ۱۷مه د مالېزیا مساپر وړونکې الوتکې د اېم اېچ ۱۷ فلایټ د نسکورېدو د پېښې متاثره کورنۍ او هېوادونه په خپلو سفارتخانو کې د دغه پېښې پنځم تلین لمانځي.
دغه الوتکه د اوکراین په لانجمنه سیمه کې په نښه شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د روسیې د لاس لرلو لوی ثبوتونه ترلاسه شوي دي.
د هالینډ په مشرۍ د نړیوالو پلټنو ترمخه دغه الوتکه د ۲۰۱۴م کال د جولای پر ۱۷مه له امسټرډمه و کوالا لمپور ته روانه وه چې د روس پلوو یاغیانو تر کنټرول لاندې د اوکراین په ختیزه سیمه کې په توغندي وویشتل شوه او پکې ناست ټول ۲۹۸ کسان ووژل شول چې پکې ۸۰ ماشومان هم ول.
د هالینډ په هېلورسم ښارګوټي کې د جولای پر۱۶مه د ۱۵مړو شوو کسانو کورنیو د پېښې په یاد کې شمعې بلې کړي.
په هغه پېښه کې د هالېنډ ۱۹۳ کسان وژل شوي ول.