د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر پاکستانۍ ولکې لاندې کشمیر کې سېلاونو مرګژوبله اړولې


نقشه
نقشه

چارواکي وايي، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمېر کې د سېلاوونو او کمرونو نړېدو په پېښه کې د لږ تر لږه ۲۴ کسانو د وژل کېدو وېره ده.

د ازاد جمو کشمېر قدرتي ناورينو سمبالولو ادارې چارواکی سعيد رحمان قريشی وايي، لږ تر لږه ۲۴ کسان اوبو وړي او ورک دي.

هغه زياته کړه چې حاضر ساعت نشي ويلای چې ورک کسان مړه دي خو تراوسه هيڅ ورک کس نه دی موندل شوی. نوموړي وويل چې پنځه کسان زخميان دي. سېلاوونه د نيلم وادۍ په سېلګره سيمه لسوا ښارګوټي کې نن راغلي دي.

قریشي وويل، سېلاوونو سل کورونو ته زيان رسولی او يو جومات هم وړی دی. د پاکستان ناورينونو سمبالولو ادارې اېف ډي اېم اې وياند ثاقب ممتاز ويلي، پوځ د خلکو د ژغورلو او موندلو په کارونو کې د ځايي انتظاميي مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG