د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر رسنيو بنديز نشته: اعوان


د وزير اعظم د اطلاعاتو سلاکاره فردوس عاشق اعوان
د وزير اعظم د اطلاعاتو سلاکاره فردوس عاشق اعوان

د وزير اعظم د اطلاعاتو سلاکاره فردوس عاشق اعوان وايي پاکستان کې رسنۍ ازادې دي او چې څه غواړي هغه ليکي او وايي، حکومت په رسنيو هېڅ قسمه بنديزونه نه دي لګولي.

د اتوار په ورځ د پنجاب په سيالکوټ ښار کې خبري غونډې ته فردوس عاشق اعوان وويل مطبوعاتو ته اپيل کوي چې ټول پاکستان کې دې ورته داسې اخبار وښيي چې پکې خبريال څه ليکل غواړي او چا منعې کړی وي او يا داسې اينکر دې وروښيي چې په خپل پروګرام کې څه ويل غواړي او نه يې شي ويلې.

د نوموړې وينا وه په پاکستان کې ناست يو داسې ګېنګ چې کار خو مطبوعاتو لپاره کوي خو اصل کې همدرديانې د هغه کورنۍ سره دي چې ملک يې لوټلې دې او دغه کورنۍ به د درغليو پيسو نه څه رقم هغه يو څو کسانو ته چې مطبوعاتو سره کار کوي له ورکولې خو نن چې حکومت يې پر ضد ګامونه پورته کړل نو يو دم ورته د خپلې رايې په ازادۍ سره اظهار کول ورپه ياد شول او چغې يې شورو کړې چې صحافت په ازادۍ حمله وکړې شوه او په پاکستان کې سينسرشپ شورو دې خو ذه ورته ويل غواړم چې رسنۍ ازادې دي صرف د ځينې مفاد پرست خلکو ذاتي ګټو ته نقصان رسيدلې نو ځکه يې دا پروپيګنډا شورو کړې ده.

د ذکر ده چې په پاکستان کې د خبريالانو مرکزي اتحاديي (پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس) په ميډيا د غير اعلانيه سنسرشپ، د ځينو ټي وي چېنلونو د بندولو او د ځينو اپوزيشن سياستوالو پر مرکو د بنديز پرضد د جولايي په ۱۶مه په ټول هيواد کې د تورې ورځې نمانځلو اعلان کړی دی.

د راولپندۍ او اسلام اباد د خبريالانو ټولنې (ار ای يو جې) مشر مبارک زيب وايي دا وخت رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او ځينې ټي وي چېنلونه هم بند کړل شوي دي نو پرضد يې خبريالان په احتجاج مجبوره شوي دي.

د خبريالانو مرکزي اتحاديي د احتجاج پريکړه له هغې وروسته کړې چې د پاکستان يو شخصي ټي وي جيو نيوز د روانو چارو پروګرام کېپټل ټاک کوربه حامد مير په پروګرام کې له پخواني صدر او پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري مرکه نشريدو ته نه وه پرېښودل شوی.

د دې ترڅنګ د جولايي پر ۱۱مه د يو بل شخصي ټي وي هم نيوز پروګرام کې د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز مرکه تر دريو منټو خپريدو وروسته بنده کړل شوه. د پروګرام کوربه نديم ملک پر ټويټر پاڼه ليکلي وو چې دغه مرکه په زوره بنده کړل شوي وه.

د پاکستان خبريالان تور پورې کوي چې د دوي په وينا د غير اعلانيه سنسرشپ ترڅنګ په تير يو کال کې په لسکونو خبريالان او د ميډيا کارکونکي له نوکريو لرې کړل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG