د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان برېښايي جرمونو مخنيوي قانون د رسنيو پر خپلواکۍ اغېز


پاکستانی خبريال شاه زيب جېلاني د خپلو څرګندونو له وجې د دې هېواد د برېښنايي جرمونو مخنیوي قانون له کبله تر يوې مقدمې لاندې دی.

پر نوموړي یوه وکيل مقدمه کړې چې هغه د پاکستان پر معتبرو ادارو چې اشاره يې پوځ ته ده د بدنامولو هڅه کړې ده.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د دې هېواد يو خبريال له دې ډول تورونو او مقدمو سره مخامخېږي بلکې تر دې وړاندې هم پر ځينو نورو خبريالانو ورته تورونه لګېدلي او مقدمې جوړې شوې دي.

هم دې ته په پام سره پاکستان هيومن رايټس کميشن د اپريل پر ۱۵ مه نېټه په خپور شوي خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې رسنۍ له سنسرشیپ سره مخامخې دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبر يونين اف جرنلټس پخوانی مشر محمود جان بابر، د پېښور پرېس کلب پخواني مشر شميم شاهد او په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف غړی ارباب شير علي سره په پاکستان کې د رسنيو ازادۍ موضوع څېړل شوې ده.

د پاکستان برېښايي جرمونو مخنيوي قانون د رسنيو پر خپلواکۍ اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG