د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر میډیا بندیزونه امرانه چلند ښيي: بې پولې خبریالان


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

بې پولې خبریالانو سازمان وايي، په دې خبره حیران شوي چې پاکستانیو چارواکیو درې ټي وي چېنلونه له دې کبله له کېبل نیټورکه لیرې کړي چې د یوې مخالفې څهرې خبري غونډې ته یې پوښښ ورکړی.

یاد سازمان د جولای پر نهمه په یوه بیان کې ویلي چې په دا ورستیو کې پر میډیا د بندیز ناڅاپه زیات شوي ګامونه په پاکستان کې د واکمن رژیم زیاتېدونکی امرانه چلند په ډاګه کوي.

رپوټونه وايي چې د اب تک ، څلرویشت نیوز او کېپټل ټي وي په نامه درې پاکستاني خبري ټي وي چېنلونه له هغه وروسته له کېبل نیټ ورک څخه لرې کړل شوي چې د مریم نواز خبري غونډه یې په ژوندۍ بڼه ښودلې وه.

د بې سرحده خبریالانو سازمان پر پاکستاني وزیراعظم عمران خان غږ کړی دی چې زر تر زره دې د دې ټي وي چېنلونو د بحالولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د یاد سازمان په درجه بندۍ کې پاکستان دا وخت د میډیا ازادۍ په لسټ کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې پر ۱۴۲ نمبر دی.

پاکستانۍ میډیا تر دړکو لاندې ده

ډان ته اشتهارونه نه ورکول کېږي: د بې پولې خبریالان

XS
SM
MD
LG