د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډان ته اشتهارونه نه ورکول کېږي: د بې پولې خبریالان


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بې پولې خبریالانو سازمان ار اېس اېف ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې حکومت پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته اشتهارونه نه ورکوي چې د ادارې په خبره دغه ډاروونکې عمل د دغه اخبار پر ادارتي خپلواکۍ منفي اغېز کوي.

د میډیا څار پاریس مېشتې ادارې د مې پر۲۳مه په بیان کې وویل چې د اپریل ۲۴مې راهیسې د پاکستان د انګریزۍ ژبې معتبره ورځپاڼه له وفاقي حکومته د پیسو له اخیستو او پیسو ګټلو محرومه ده.

د ادارې په خبره چې ډان نیوز ټي وي هم تر فشار لاندې دی او ډارول کېږي.

ار اېس اېف په بیان کې وویل چې د پاکستان په شان هېواد کې د شخصي سیکټور په اشتهارونو ډېرې کمې پیسې ترلاسه کېږي نو په داسې حال کې دغه حکومتي بندیز د میډیا دغه ادارې اقتصادي حالت ته تاوان رسوي.

اداره وايي د اخبار خلاف دغه کاروايي له هغې وروسته شوې ده چې تهران ته د وزیر اعظم عمران خان د سفر په اړه یې د نوموړي هغه بیانونه خپاره کړي وو چې پاکستان مېشت وسله وال پر ایران په حملو کې ککړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG