د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن ومړ


د بنګلادېش پخوانی پوځي واکمن حسین محمد ارشاد د ۹۱ کلونو په عمر کې ومړ.

د هغه هېواد چارواکي وايي، نوموړی د جولای پر ۱۳مه په روغتون کې مړ شو.

ارشاد په ۱۹۸۲ز کال کې واک اخیستی وو او تر ۱۹۹۰ز پورې واکمن وو.

نوموړی د جون له میاشت راهیسې په روغتون کې بستر وو.

ارشاد اوسمهال په د بنګلادېش په پارلېمان کې د اپوزیشن مشر وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG