د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاضي ارشد ملک له دندې ګوښه کړل شو


د پاکستان احتساب ادارې نښه
د پاکستان احتساب ادارې نښه

د قانون او انصاف وفاقي وزير ډاکټر فروغ نسيم وايي د اسلام اباد های کورټ لخوا خط ترلاسه کولو وروستو د احتساب عدالت جج ارشد ملک يې د کار کولو څخه ودرولی دی.

نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غوندې ته ډاکټر فروغ نسيم وويل اسلام اباد های کورټ لخوا ترلاسه شوي خط کې ويل شويدي جج ارشد ملک دې بيان حلفي او خبرپاڼې په رڼا کې د خپلې عهدې څخه لیرې کړي نو وزارت يې په فوري توګه نوموړی د احتساب عدالت جج په توګه د کار کولو نه ودرولی او ورته يې د قانون محکمې ته د رپورټولو ويلي دي.

د اسلام اباد های کورټ وياند نن د جمعې په ورځ ويلي وو چې د های کورټ موقتي مشر جسټس عامر فاروق د قانون اوانصاف وزارت ته استولي يو ليک کې سپارښتنه کړې ده چې د اسلام اباد د احتساب عدالت نمبر۲ جج ارشد ملک خدمات دې بيرته واخلي او وزارت دې د نوموړي پرځای نوی قاضي وټاکي.

د فروغ نسيم په وينا ترڅو چې د قانون وزارت، وزيراعظم او دې حکومت خبره ده نو دوی ټول د قانون او انصاف سره ولاړ دي او هېچا ته به دا اجازه ورنکړي چې په عدالتونو فشار واچوي.

د ذکر ده چې دجولايي په ۶ مه د مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې مريم نواز په لاهور کې خبري غونډې پر مهال يوه ويډيو د ثبوت په توګه وښوده چې پکې د دوی د ګوند يو پلوي ناصر بټ او د احتساب عدالت قاضي ارشد ملک ترمنځ د نوازشريف د مقدمې په اړه خبرې شوې دي چې پکې قاضي وايي هغه تر فشار لاندې وو او ويرول شوی وو چې نواز شريف ته دې سزا ورکړي.

خو د جولای پر۷ مه قاضي ارشد ملک دغه تورونه په ردولو سره په يوې خبرپاڼه کې وويل دا ويډيو په مفروضو مبني ده او مريم نواز دا هر څه د دوی فیصلې لانجمنولو او سياسي ګټې ترلاسه کولو لپاره کړي دي د نوازشريف خلاف يې پرېکړه د قانون له مخې کړې وه او هېچا فشار ورباندې نه وو.

بلخوا پاکستان مسلم ليګ ن جج ارشد ملک د خپلې عهدې څخه د لیرې کولو وروستو د نوازشريف د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د مسلم ليګ ن صدر او په پارليمان کې اپوزيشن رهبر شهباز شريف په خپل يو بيان کې ويلي دي احتساب عدالت جج د لیرې کولو وروستو د نوازشريف پرضد ورکړل شوې فیصله کالعدم شوه او نوموړي د يوې دقيقې لپاره په زندان کې ساتل غير قانوني ګام دی نو نوازشريف دې سمدستي خوشې کړل شي.

د ذکر ده قاضي ارشد ملک د تير کال په ډيسمبر مياشت کې نوازشريف ته العزيزيه سټيل ملز په قضيه کې د اوو کلونو د بند او جرمانې سزا اورولې وه او د فليګ شپ سرمايه کارۍ له مقدمې يې بري کړی وو.

XS
SM
MD
LG