د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ضمانت ردېدو پس نواز شریف بیا زنداني کېږي


د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.
د پاکستان پخوانی وزیر اعظم نواز شریف.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف به د شپږو اونيو له ضمانته پس د مې پر اوومه نېټه ماسخوتن مهال د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپاري.

د پاکستان مسلم ليګ ن وياندې مريم اورنګزېب په دوشنبه ماښام مهال په لاهور کې رسنيو ته وويل چې نوازشريف به نن سېشنبه له روژه ماتې وروسته کوټ لکپت زندان ته روانېږي او له هغه سره د پیوستون لپاره به د ګوندي غړيو یو لوی کاروان به یې تر زندانه بدرګه کوي او پر لار به یې په لسګونه کېمپونه لګېږي چې د ګوند مرستياله مشره مریم نواز به ورته ويناګانې کوي.

نواز شریف پر ټویټر پاڼه په پیغام کې ویلي چې ''د ده زندان کوونکي نه پوهېږي چې زندان ته اچولو سره دوی زما او ستاسو رشته نه شي حتمولی. دی وايي نه پرون یوه ډیکتاتور دا رشته وشلوله او نن ولونه خوځونکي دا رشته شلولی شي. زه وین چې ټول ملک په یوه زندان بدل کړل شوی دی. موږ باید ځنځیرونه وشلوو او له دې قیده راووځو. له ۷۰ کالونو روانې لوبې څخه ځان را-اېستل غواړي. میدان ته راووځئ، کلی په کلي، کوڅه پر کوڅه زما دا پیغام ولس ته ورسوئ. پاڅئ او یو غوځنګ شئ. انشاءالله یو عظیم بری تاسو ته سترګې پر لار دی. خدای دې ستاسو مل شي.''

د پاکستان مسلم ليګ ن یو مخکښ خواجه عمران نذير په لاهور کې رسنيو ته وويل:

"زموږ کارکنان به په لاسونو تورې پټۍ تړي او خاموشه احتجاج به کوو کوم چې به په مکمله توګه پرامنه وي. موږ د عدالتونو هره فیصله له زړه تسليم کړې خو په ځينو فیصلو يې اندېښنې لرل زموږ حق دی. خو د دې باوجود نن شپه تر ۱۲ بجو وړاندې نواز شريف صېب به د لاهور کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته سپاري."

نواز شريف د خپل ضمانت مودې غځولو او له هېواده بهر درملنې کولو لپاره عدالت ته د بيا-کتنې غوښتنه وړې وه چې د مې پر درېمه سپريم کورټ رد کړله.

له دې مخکې سپريم کورټ نواز شريف د مارچ پر ۲۶مه د درملنې لپاره د شپږو اونيو لپاره په ضمانت خوشې کړی وو.

د ۲۰۱۸م کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه د اسلام اباد احتساب عدالت نواز شريف ته په العزيزيه سټيل مل قضيه کې د اوو کلونو بند او جرمانې سزا اورولې وه چې وروسته نوموړی د لاهور کوټ لکپت زندان ته واستول شو.

مسلم لیګ ن ښايي جارحانه سیاست پیل کړي

د نواز شريف زندان ته تللو وروسته به مسلم ليګ (ن) به د راتلونکې لپاره څه تګلاره خپلوي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې خبریال عدنان رحمت وویل چې له تېر یوه کال راهیسې د مسلم ليګ (ن) مشرتابه هڅې کولې له عدالتونو ورته یوڅه رعایت ملاو شي نو ځکه به يې د سختو بیانونو له ورکولو ډډه کوله خو اوس ورته معلومه شوه چې د اوږدې مودې لپاره ورته د هوساینې او اسانتياوو ملاوېدو امکانات ډېر کم دي نو ښايي چې اوس دوی جارحانه سياست ته مخ کړي.

د نوموړي وينا وه دا وخت چې په ګوند کې کوم بدلونونه وکړل شول نو دايې راتلونکې تګلارې مطابق کړي دي ځکه چې دوی اوس جارحانه سياست کول غواړي او دا وجه ده چې په مسلم ليګ ن کې د نوازشريف شريف پلوي کسان په تنظيم سازۍ کې مخې ته راوستل شول او د شهباز شريف او د ګوند دننه هغه کسان چې د تاوتريخوالي له سياسته به يې ډډه کوله هغوی يې شاته بوتلل. د موجوده حکومت له کارکردګۍ څخه هم ولس خوښ نه دی نو مسلم ليګ ن د جارحانه سياست له لارې په حکومت دباو ساتلی شي او پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بوټو زرداري خو له وړاندې څخه جارحانه سياست شورو کړی دی.

XS
SM
MD
LG