د لاسرسي ځای

تازه خبر

افتاب شېرپاو: د احتساب اداره یوازې اپوزېشن په نښه کوي


افتاب شېرپاو
افتاب شېرپاو

د قومي وطن ګوند مشر او د خيبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلا افتاب احمد خان شېرپاو وايي ، د پاکستان د احتساب قومي اداره یوازې د اپوزېشن مشران په نښه کوي.

افتاب احمد خان شېرپاو دا څرګندونې د مې پر ۲۴مه په پېښور کې د خبري غونډې او له هغه وروسته له مشال راډیو سره د مرکې پر مهال وکړې.

نوموړي وولی دوي غوښتنه کوي چې د احتساب قومي اداره – نشنل اکاونټېلېټي بېرو – دې په ملک کې د واکمنو هم احستاب وکړي.

ده وویل ، “ دې ادارې د حکومتي چارواکو مقدمې وروسته کړې دي او احتساب داسې یو طرفه نه وي او نه هم داسې په کار دی.”

نوموړي وویل چې د نېب مشر جاوید اقبال ته په کار ده چې د چا تر فشار لاندې رانشي او له ټولو غاړو سره انصاف وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې جاوید اقبال څو ورځې وړاندې په یو مرکه کې په ډاګه کړې وه چې دی دا وخت د حکومت له خوا تر فشار لاندې دی.

په پاکستان کې د اپوزېشن ګوندونه په ځانګړې توګه مسلم لیګ نواز او پپلز ګوند دریځ لري چې ګواکې د احتساب قومي ادارې د حکومت په وینا د اپوزېشن مشرانو پرضد مقدمې جوړې کړې دي.

خو د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت دا تور ردوي او وايي چې دا اداره خپلواکه ده او دوي پرې هیڅ نفوذ نه لري.

دا په داسې وخت کې ده چې د پاکستان مسلم لیګ نون رهبر او درې ځله د ملک وزیراعظم پاته شوی نواز شریف په زندان کې دی او د ګوند پر نورو مشرانو یې هم مقدمې روانې دي.

د پپلز ګوند پر شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري او د هغه د ګوند پر یو شمېر نورو مخکښانو هم د یادې ادارې په امر مقدمې دوام لري.

XS
SM
MD
LG