د لاسرسي ځای

تازه خبر

مریم نواز دوه نورې ویډیوګانې خپرې کړې


فایل فوټو: مریم نوازشریف په لندن کې ۲۰۱۸م
فایل فوټو: مریم نوازشریف په لندن کې ۲۰۱۸م

پراګ ـ د پاکستان مسلیم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز شریف د جولایي پر لسمه دوه نورې ویډیوګانې په خپل ټویټر خپرې کړي دي. نوموړې ادعا کوي چې ویډیوګانې د احتساب عدالت د جج ارشد ملک دي.

په یوه ویډیو کې د مریم نواز په خبره دسرکاري نمبر پلیټ والا ګاړی راځي او ناصر بټ د جج ارشد ملک د کور په لور بیایي. په بله ویډیو کې ناصربټ د جج ارشد ملک کور ته ننوځي او ورسره کیني.

د جولایي شپږمې ویډیو د پاکستان په ټولنیزو او بریښنایي رسنیو تاوده بحثونه راپارولي دي.

د جولایي پر۶ مه هم مریم نوازشریف په لاهور کې خبریالانو ته یوه ویډیو ورکړې وه چې پکې ارشد ملک پخواني وزیراعظم نوازشریف ته د سزا ورکولو په لړ کې د 'پټو قوتونو' د فشارونو یادونه کوي. له دې یوه ورځ وروسته جج ارشد ملک په یوه خبر پاڼه کې دغه ویډیو جعلي، دروغجنه او فرضي بللې وه.

د جولایي پر لسمه دخپرو کړو ویډیوګانو سره مریم نواز شریف لیکلي، له دې څخه د جج ارشد ملک په خبرپاڼه کې لیکل شوې خبرې دروغ ثابتې شوې.

د جولایي شپږمې ویډیو د پاکستان په ټولنیزو او بریښنایي رسنیو تاوده بحثونه راپارولي دي. د ډان او ایکسپریس ټریبویون ورځپاڼو د جولایي پر لسمه لیکلي، د جج ارشد ملک په اړه پر ویډیو د سپریم کورټ مشر قاضي اصف سعید کوسه او د اسلام اباد هایي کورټ سرپرست مشر قاضي امیر فاروق خبرې وکړې.

حکومت لومړی وویل د ویډیو سائینسي معاینه به کوي خو یوه ورځ وروسته له خپلې خبرې په شا شو او د د ویډیو پلټل یې پر عدالت پریښودل.

قانون پوه علي احمد کرد وایي، د مریم نواز لومړنۍ ویډیو په پاکستان کې د انصاف په اړه پوښتنې راوچتې کړي دي.

"زموږ عدالتي تاریخ ډېر ښه نه دی. د ذولفقار علي بټو په دار خیژول نن هم عدالتي وژنه یادیږي، جسټس قیوم لخوا بې نظیربټو ته د سزا په اړه هم داسې شواهد مخې ته راغلي ول. اوس مریم نواز دا ویډیو رامخته کړه، د دې سره زموږ پر عدالتونو بد اغېز پریوت، همدا وجه ده چې نن دواړو مشرانو قاضیانو ولیدل، دا چې دواړو څه پریکړه وکړه، په دې اړه لا هم مالومات نشته."

له دې وړاندې د جولایي پر اوومه د اطلاعاتو په برخه کې د وزیراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان ویلي و چې حکومت به د هغې ویډیو ساینسي معاینه کوي ترڅو اصلي یا جعلي یې مالومه کړي خو له دې یوه ورځوروسته حکومت له خپلې خبرې په شا شو او د ویډیو د پلټنو کار یې پر عدالت پريښود.

د قانوني چارو یو بل پوهه قادرخان اېډوکېټ وایي، د نوازشریف د زنداني کولو په موضوع کې دا ویډیو ډېر اهمیت لري او که دا رشتیا ثابته شي نو نوازشریف له بنده خلاصیدلی شي.

"په دې کې به لوړ عدالتونه له هغې جج نه هم تپوس کوي، که هغه(قاضي ارشد ملک) ومنله چې هو په ریشتیا ورباندې د فیصلې پر وخت فشار و. نو د دې سره نوازشریف خوشی کیدلی هم شي"

د ۲۰۱۸ز کال د ډيسېمبر پر ۲۴مه د احتساب عدالت جج ارشد ملک نوازشريف ته په العزيزيه سټيل مل کېس کې د اوو (۷) کالو بند او جرمانې سزا اورولې وه چې له وجې یې شریف دا مهال د لاهور په کوټ لکهپت زندان کې دی.

XS
SM
MD
LG