د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور د نواز شریف یوه ورځ زندانول جرم دی: مريم نواز


د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۲۹ مریم نواز د خپل پلار ترڅنګ ولاړ خبري غونډې ته وینا کوي. نواز شریف دا مهال په زندان کې دي.

پاکستان مسلم ليګ ن مرستيالې مشرې بېګا ناوخته مریم نواز د پنجاب صوبې منډي بهاوالدين ښار پر جېل چوک یوې لویې غونډې ته په خپله وينا کې نوازشريف ته دا معلومه وه چې دا احتساب نه بلکې انتقام دی خو د دې باوجود د قانون پروړاندې يې خپل سر ټيټ کړ او جېل ته ولاړ او د نوي شهادتونو وروستو يوه ورځ هم په جيل کې د هغه ساتل جرم دی.

د نوموړې وينا وه د نوازشريف قصور دا وو چې د هغه هيڅ قصور نه وو. نوازشريف ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه د ولس لپاره ږغ پورته کړی وو. د دې پلار يې بې قصوره دی او انصاف ورکونکي جج پخپله هم اقرار وکړ چې ''پرضد يې په فيصله ورکولو مجبوره کړل شوی وم.''

مریم نواز دا هم وویل چې په پاکستان کې ګراني بېخي زیاته شوې ده او پکار ده چې وزیر اعظم له خپلې دندې استعفا ورکړي.

د ذکر ده چې د تيرخالي په ورځ مريم نواز په لاهور کې خبري غونډې پر مهال يوه ويډيو د ثبوت په توګه وښوده چې پکې د دوي د ګوند يو پلوي ناصر بټ او د احتساب عدالت قاضي ارشد ملک ترمنځ د نوازشريف د مقدمې په اړه خبرې شوې دي چې پکې قاضي وايي هغه تر فشار لاندې وو او ويرول شوی وو چې نواز شريف ته سزا ورکړي.

د اطلاعاتو په برخه کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان د جون پر اوومه په سيالکوټ کې د خبرې غونډې پر مهال ويلي، حکومت به د هغې ويډیو ساینسي معاينه کوي چې د مسلم ليګ نواز مرستيالې مشرې د خبرې غونډې پر مهال ښودلې وه.

تر دې وړاندې د جولای پر ۷مه د اسلام اباد د احتساب عدالت قاضي ارشد ملک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د مريم نواز لخوا ښودل شوې ويډيو په مفروضو ولاړه ده او د دې ګام لوجې د ده او د کورنۍ عزت د خرابولو کوښښ شوی دی.

ارشد ملک د ۲۰۱۸ز کال په ډيسمبر مياشت کې نوازشريف ته د العزيزيه سټيل ملز په قضيه کې د اوو کلونو د بند او جرمانې سزا اورولې وه او د فليګ شپ سرمايه کارۍ له مقدمې يې بري کړی وو.

جلسې ته د مريم نواز وينا وه حکومت ورته د جلسې اجازه ورنکړه نو ودې ګوري چې لاهور نه تر منډي بهاوالدين پورې په هر ځايې کې جلسې وشوې نن د مسلم ليګ ن کارکنان د نوازشريف د بې ګناهۍ جشن لمانځي او لاهور نه منډي بهاوالدين پورې دوه نيم ساعته سفر دی خو موږ په لس ساعتو کې راورسېدلو.

د ذکر ده چې تيره ورځ د منډي بهاوالدين انتظاميي د قايداعظم ميدان مرکزي دروازو ته تالې په اچولو سره په ميدان کې اوبه پرېښودل شوې وي او د مسلم ليګ ن جلسې ودرولو لپاره يې د ميدان په خواو شاه سيمو کې پوليس هم ګومارلی وو.

انتظاميې دريځ لرلو چې مريم نواز دې د ياد ميدان پرځای په یوه بل ځای کې جلسه وکړي.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په ملتان کې رسنيو ته وويل مريم نواز ته د جلسې اجازه ورکړې شوې وه او هغه هېچا نه وه منعې کړې، صرف ورته د جلسې کولو ځای د بدلولو خواست شوی وو.

د نوموړي وينا وه پرامنه احتجاج او جلسې جلوسونه کول د هر چا حق دی او حکومت يې کله هم ترې نه دروي.

XS
SM
MD
LG