د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوي پاکستاني بجټ احتجاجونه راپارولي


د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر درېمه نېټه په کواټ کې د سوداګرو هړتال او احتجاج
د ۲۰۱۹ز کال د جولای پر درېمه نېټه په کواټ کې د سوداګرو هړتال او احتجاج

خیبر پښتونخوا په تېرو څو اونیو کې پرله پسې نه یوازې د بېلابېلو کاروباري ټولنو تر احتجاجونو لاندې ده بلکې د هدفي وژنو او د کانکیندونکیو مظاهرې هم ورسره ملې دي.

کاروبار، صنعت، امنیت او اقتصادي خوشالي له حکومتدارۍ سره تړلې چارې دي, که یوه کمزرې کېږي نو بله هغه یې هرومرو اغېزمنېږي. دا مهال پاکستان او پتېره خیبر پښتونخوا هم له ورته حالاتو سره مخامخ دي.

په دې کې تر ډېره د احتجاجیانو نیوکې او ګیله د تحریک انصاف په مشرۍ له نوي ایتلافي حکومت څخه ده چې د کاروباري طبقې په وینا د ټېکسونو تر یوه درانه بوج لاندې هډو سره نه شي پورته کولی خو اوسنی حکومت بیا د دې پړه پر پخوانیو حکومتونو اچوي چې هېواد یې څه نا څه ۳۰ زره اربه روپۍ پوروی کړی دی. خو د پورونو شمېرې او حسابداري داسې نه ده لکه اوسنی حکومت چې یې ادعا کوي.

راګرځو دې ته چې د سوداګرو او کاروباریانو احتجاجونه همدا نن او همدا اوس روان دي دې ته ځواب د اوسني حکومت مسولیت دی.

د خیبر په باړه کې د کارخانو ټولنې مشرانو او مزدورانو په پنجشنبه یوه احتجاجي غونډه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د ټېکسونو لګولو له فیصلې دې پر شا شي. دوی وویل چې د نوې مالیې له حکم سره سم یې خپلې کارخانې تړلې دي.

په باړه کې د نویو ټېکسونو پرضد احتجاج
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

د کارخانه دارانو په خبره، حکومت ورسره په خیبر پښتونخوا کې د فاټا ورګډولو پر وخت ژمنه کړې وه چې ټېکسونه به نه پرې لګوي خو اوس خپله ژمنه ماتوي. د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او د پارلېمان غړی ډاډ ورکوي چې د قامي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې به وفاقي ټیکس ختم کړي.

د احتجاجو لړۍ له کارخانو تر نانوایانو وغځېدله

د پېښور نانوایانو په پنجشنبه کاربندیز وکړ او له سرکاره یې غوښتنه کوله چې د یوې ډوډۍ بیه دې ورته ۱۵ روپیو ته د خېژولو اجازه ورکړي. دوی وايي، د نویو ټیکسونو له وجې د اوړو بیه لوړه شوې خو د ډوډۍ قیمت زیاتولو اجازه نه لري.

ډوډۍ ګرانه، نانوایانو تنرونه تړلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پېښور ښاري انتظامیه وايي، له نانوایانو سره یې خبرې وکړې او هغوی کاربندیز ختم کړی.

د موبایل سوداګرو غوښتنه

بل جولای پر اتمه نېټه په پېښور کې د موبایل ټېلیفونونو کاروباریانو په پېښور پرېس کلب کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې حکومت ورباندې د دوهم لاس یا استعمالي موبایلونو په پلورلو ۴۰ فیصده پلورونکي مالیه (سېل ټېکس) لګولې دې او د حکومت لخوا له دوی سره زېرمه ګڼ استعمالي موبایلونه د پاکستان مخابراتو ادارې (پي ټي اې) بند کړي دي. دوی ګیله کوي چې دغه نویو حکومتي اقداماتو یې روزګار په ټبه درولی دی.

دوی غوښتنه کوي چې پر استعمالي موبایلونو د ټېکس شرح دی راکمه کړل شي او بند موبایلونه دې ورته پرانیزي.

د ټېکه دارانو مظاهره

په کواټ کې په پنجشنبه له حکومت سره رجسټر ټېکه دارانو د نویو ټیکسونو پرضد مظاهره وکړه. د خبریالانو مرکز مخې ته په احتجاج کې ټېکه دارانو وویل، دومره پیسې نه ګټي چې څومره ورباندې ټیکسونه لګول شوي. خو حکومت وايي، د اقتصادي ستونزو هواري لپاره نه یوازې نوې مالیې اخلي بلکې د ټیکسونو نظام هم پراخوي.

تر دې وړاندې سوداګرو په کواټ کې احتجاجي لاریون کړی وو.

کوهاټ کې د نویو ټېکسونو لګېدو پرضد د دوکاندارانو مظاهرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00

ځکه خو د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان په داسې حال کې د پېښور سوداګرانو او کاروباریانو د ستونزو هواري لپاره د یوې کمیټۍ جوړولو امر کړی دی چې د جولای پر ۱۳مه نېټه سوداګرانو د نویو حکومتي ټیکسونو پرضد په ټول پاکستان کې هړتال او کاربندېز اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا کارخانه داران وايي، د نویو ټېسکونو په ګډون د بجلۍ او ګېسو زیات قیمت او پر درامداتو د زیاتو ټېکسونو له کبله یې په تېرو څو کلونو کې تر ۶۰ فیصده زیاتې کارخانې تړلې پرتې دي. دوی پر حکومت تور پورې کوي چې د کارخانه دارو ستونزو ته پاملرنه نه کوي او کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي.

د پاکستان حکومت نوي ټېکسونه نه منو: د پېښور سوداګر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:21 0:00

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر فیض محمد د مشال راډیو له همکارې ملیحه امیر زاده سره په خبرو کې وویل، ''په پاکستان کې د ګېسو، تېلو، بجلۍ او پټرولو بیې زیاتې دي نو ځکه موږ د هند او ایران مقابله نه شو کولای. حکومت باید موږ ته مراعات راکړي او له افغانستان سره د تعلقاتو ښه کولو په لړ کې دې ګامونه پورته کړي.''

د حیات اباد پېښور انډسټریل سټيټ، د کوهاټ انډسټریل سټيټ او رشکۍ، ګدون امازۍ او حطار د صوبې مهم صنعتي زونونه دي.

فیض محمد وايي په حیات اباد انډسټریل سټیټ کې په ۴۸۰ کارخانو کې یوازې ۲۰۰ فعاله دي او که حالات داسې وي نو ښايي نورې هم پکې بندې شي.

په پېښور کې د واورو او کولډ سټوریج کارخانه لرونکی فواد اسحاق د کارخانه داراو لپاره ماحول مناسب نه بولي او وايي چې په تېرو ۱۵ کالو کې د یو دوه کارخانو علاوه نوې کارخانې نه دي لګېدلې.

د ده په وینا: ''حکومت سنجیده نه دی. دا لار ورته نه ده معلومه چې کارخانې څنګه ولګول شي او څرنګه باید وچلول شي. د بجلۍ لوډشیډنګ له څلورو تر شپږو ګنټو پورې وي. د بجلۍ او ګېسو قیمتونه زیات شوي دي. چې ډالر ګران شو نو د کارخانو خام مال ګران شو. په پاکستان کې کارخانه داري ممکن پاتې نه شوه، نو خلک ورو ورو تجارت طرفته روان دي ځکه چې پالیسي مستحکمه نه ده. هر حکومت له نوې پالیسي سره راځي او دومره زیات ټېکسونه ولګوي چې کارخانه دار نور مایوسه شول.''

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي وايي په صوبه کې وار له مخه کارخانې کمې دي چې بې له مراعاتو ورکولو وده نه شي کولای نو ځکه دوی کوشش کوي چې کارخانه دارو ته سهولتونه ورکړل شي او د صوبې د کارخانه داراو سرمایه هم دلته پاتې شي.

''اوس د رشکۍ صنعتي زون جوړیږي، ورسره کواټ او کرک هم. موږ کوشش کوو چې څومره کارخانه دار دي یا سرمایه کاران دي، هغوی ته اسانتیاوي ورکړو. پر هغې باندې کار روان دی. کوشش کوو چې کوم خلک دلته سرمابه کاري کوي، هغه محفوظه وي او هغوی ته هر قسمه مراعات ورکړل شي.''

د صوبې کارخانه دارا له حکومته د یوې مستحکمې پالیسۍ غوښتنه کوي او وايي چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر کمول د مسلو حل نه دی بلکې پر کارخانه داراو مشتمل یو کمېشن جوړول پکار دی چې د دوی د مسلو هوارولو لپاره عملي کار وکړي.

XS
SM
MD
LG