د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر جواد ظریف بندیزونه نه‌ لګوي


د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف.

رویټرز خبري اژانس وايي چې امریکا د اوس لپاره د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر د بندیزونو د نه لګولو پریکړه کړې ده.

دا څرګندوي چې واشنګټن ښايي له ایران سره د سختې شخړې پر مهال لا سفارتي لارې بندول نه غواړي.

رویټرز خبرې اژانس د جولای پر۱۱مه په دغه معامله خبر د دوه سرچینو حواله ورکړې، خو دغو چارواکو د فیصلې وجوهات نه دې ښودلي.

امریکايي چارواکو لا د دې رپورټ په اړه د پوښتنو په ځواب کې څه نه دي ویلې.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون مینوچین مخکې په جون میاشت کې ویلي ول چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ورته پر جواد ظریف د بندیزونو لګولو اختیار ورکړی.

ښايي چې ظریف راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په غونډه کې ګډون وکړي.

امریکا ته د تګ لپاره به نوموړي ته د ویزې ضرورت وي.

که واشنګټن ورته ویزه ورکړي نو دا به هم یوه نښه وي چې امریکايي چارواکي پر ظریف لا بندیزونه لګول نه غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG