د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اپوزېشن سره ګډ به د حکومت پرضد احتجاج کوو: اسفندیار


د عوامي نېشنل ګونډ مشر اسفندیار ولي خان خپل پارټۍ ته د وینا پر مهال.
د عوامي نېشنل ګونډ مشر اسفندیار ولي خان خپل پارټۍ ته د وینا پر مهال.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي، د روانې میاشتې پر ۲۵مه به د حکومت پرضد د اپوزېشن ګوندونو په احتجاجي تحریک کې برخه اخلي.

د جولای پر۱۰مه د پېښور په نشترهال کې د ګوند د وژل شوي مشر هارون بلور د لومړۍ تلین په مناسبت یوې غونډي ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې پېښور کې به هغه د افتاب احمد خان شیرپاو او مولانا فضل الرحمان د احتجاجي تحریک مشري کوي.

د جون پر۲۶مه په اسلام اباد کې د جمیعت علماء اسلام (ف) تر سیوري لاندې له ټول ګوندیزې غونډې وروسته، د اپوزیشن مشرانو یوې خبري غونډې ته ویلي ول چې د جولای پر ۲۵مه به د حکومت پرضد په احتجاجي مظاهرو لاس پورې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG