د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې چاودنې یو پاکستانی عسکر وژلی


په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو عملیات.

د شمالي وزیرستان په دته خېل او میرلي کې د سړکغاړې په دوو بېلابېلو بمي چاودنو کې يو امنيتي اهلکار وژل شوی او پنځه ټپیان شوي دي.

يوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته د جولای پر۱۰مه وويل چې دا پېښه هله وشوه چې عسکر پر ګزمه وو.

تر اوسه د دې بريد ذمه واري چا نه ده اخيستې.

XS
SM
MD
LG