د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېکټ نړیوال جام: د هند او نیو زيلنډ نیمه پایلوبه روانه ده


د هند کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې.
د هند کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې.

د کرکټ د نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه د جولای پر نهمه د هند او نیو زيلنډ ترمنځ کېږي.

هند د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې له نهو لوبو اووه ګټلي او تر اوسه په ګروپي لحاظ لومړی مقام لري.

نیوزیلېنډ پنځه لوبې ګټلي او په څلورو غوره ټیمونو وروستی ځای لري.

د دوی لوبه به د جولای پر نهمه د انګلستان مانچسټر ښار کې نن د پېښور پر وخت ماسپښين دوه نيمي بجې پيل شي.

د جولای پر۱۰مه به بيا انګلستان او اسټرالیا دويمه نیمه پایلوبه کوي.

د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړیوال جام سيالۍ چې ۱۰ لوبډلو برخه پکې اخيستې، د انګلستان او وېلز په کوربتوب د جون په ۲۹مه پیل شوې او د جولای پر ۱۴مه به پای ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG