د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس د خبریال حسن محمود پر حجرې د شوې چاودنې پلټنه کوي


هنګو
هنګو

هنګو ـ پولیس وايي د ځايي خبریال حسن محمود په حجره کې د شوې چاودنې پلټنې یې پیل کړي او د پېښې تر شا لاس لرونکیو کسانو ته به زر ورسېږي.

حسن محمود چې د هنګو ضلعې خبریال دی او د پېښور نه خپرېدونکې مشرق ورځپاڼې ته کار کوي د جولای پر اوومه یې مشال راډیو ته وویل چې نا معلومو کسانو د ده د وراره په موټر سایکل بم ځای پر ځای کړی وو چې د چاودنې له کبله یې حجرې او موټر سایکل ته معمولي زیان رسېدلی دی.

نوموړی وايي له تېر څه مهاله ورته نامعلومه کسان ګواښونه کوي.

د دوابې تاڼې د پولیسو مشر اېس اېچ او شاه دوران وايي دوی ته د جولای پر اوومه د ماسپښین پر دو بجو د پېښې اطلاع ورکړل شوې وه.

پاکستان د هغو هیوادونو په قطار کې راځي چې پکې د خبریالانو ژوند له ګواښونو سره مخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG