د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزجان کې د طالبانو زندان مات ۴۳ سرتېري ازاد


د افغانستان د جوزجان ولايت چارواکي وايي،۴۳ سرتېري یې د طالبانو له بنده خوشې کړل شوي دي.

د دوى په خبره دغه سرتېري د دوشنبې ناوخته په قوش تیپه ولسوالۍ کې طالبانو نيولي ول.

د جوزجان امنيه قوماندان سمونيار عبدالواحد وجدان د جولای پر درېمه مشال راډیو ته وویل چې لا هم د نورو سرتېرو، پوليسو او ولسي پاڅونوالو په اړه معلومات نه لري چې د قوش تيپې ولسوالۍ د سقوط پر مهال لادرکه شوي دي.

د جوزجان قوش تيپه ولسوالي د تېرې دوشنبې او سې شنبې ترمنځ شپه کې وسله والو طالبانو نيولې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG