د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې یوې چاودنې پنځه پاکستاني عسکر وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
دا خبره د پاکستان پوځ د جولای پر درېمه په یو بیان کې کړې ده.
بیان زیاتوي چې د چاودنې لامل نه دی مالوم او په اړه یې پلټنې روانې دي.
خو بیان زیاته کړې چې دا پر کنټرول کرښه د هند له اړخه له اوربنده سرغړونو ته اشاره کوي.
د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترنګلې پاته شوې دي او درې ځله یې یو له بل سره جګړه کړې چې دوې پکې د هم دې لانجمنې کشمیر سیمې پر سر شوې دي.
هندي او پاکستاني عسکر اوس هم هر وخت په دې سیمه کې پر یو بل ډزې کوي.