د لاسرسي ځای

تازه خبر

چاغي: چاودنې د درې چیني انجینرانو په ګډون شپږ تنه ټپي کړي


به بلوچستان کې د شوي برید عکس
به بلوچستان کې د شوي برید عکس

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه چاغي کې د اګست پر ۱۱مه غرمه مهال یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ټپي کړي دي.

د کوټې کمشنر هاشم غلزي مشال راډویو ته وویل چې دا چاودنه له سیندک څخه د دالبندین هوايي ډګر ته روان هغه بس ته نژدې شوې په کوم کې چې یو شمېر بهرنیان سپاره وو.

د هاشم غلزي په وینا په دې چاودنه کې ټپي شوو شپږو کسانو کې درې بهرنیان او درې د پاکستان سرحد ساتونکي عسکر شامل دي.

نوموړي ویلي چې دا چینايي وګړي د الوتکې له لارې کراچۍ ته تله چې له هوايي ډګره پنځه کلومیټره لرې پرې دا برید شوی دی.

یو ځايي خبریال علي دوست مشال راډیو ته وویل چې په دې بس کې ټول ۱۷ چینايي وګړي سپاره وو.

د چین هیواد داانجنیران له تیرو څو کلونو راهسي په سیندک کار کوي کومه چېري چې د سرو او سپینو زرو را اېستلو پروژه روانه ده.

چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې. خو تر دې وړاندې بلوڅ بېلتون غوښتونکو نه یوازې په بلوچستان کې د چین ښکېلتیا غندلې ده بلکې پر هغوي یې د بریدونو دهړکې هم کړې دي.

پاکستان دا بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې ترهګرې او له بهره ملاتړ لرونکې بولي خو هغوي وايي دوي د بلوچستان د حپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG