د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ترهګرانو لپاره لیبارټري ده: ټرمپ 


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان د ترهګرو لپاره د یوې لیبارټرۍ په څېر بللی دی.

ټرمپ دا څرګندونې په دوشنبه پر فاکس نیوز ټېلېویژن په خپره شوې مرکه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، که امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي نو هلته به مضبوط استخباراتي نظام پرېږدي.

د ټرمپ دا مرکه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د سولې په اړه د خبرو اووم پړاو وروسته خپره شوې ده.

د قطر د خبرو زیات پام د طالبانو او امریکا دوو غوښتنو ته وو.

طالبان غوښتنه کوي چې بهرني ځواکونه دې افغانستان پرېږدي او واشنګټن بیا دا غواړي چې د افغانستان خاوره به د امریکا او د هغوی د اتحادیانو پر ضد د بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG