د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا هڅه کوي د ناټو غړي د ایران ضد یو موټی کړي


اېسپر د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي
اېسپر د ناټو دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته معلومات ورکوي

برسلز - د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وايي، هڅه کوي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران پر وړاندې یو موټی کړي.

مارک اېسپر د جون پر ۲۷مه په برسلز کې د ناټو پر غړو غږ وکړ چې د هرمز د ستراتيژیک تنګي د شاوخوا سیمې د ډاډمن امنیت ټینګښت لپاره په جوړېدونکي پلان کې د برخې اخېستو په اړه غور وکړي.

اېسپر، چې د لومړي ځل لپاره یې د پېنټاګون د مشر په توګه د ناټو په غونډه وینا کوله، د امریکا له متحدانو هم وغوښتل چې د پوځي اقدام پرځای له ډېپلوماتیکو لارو له ایران سره د روان کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.

نوموړي د ناټو له متحدانو سره تر تړلو ورونو شاته د خپلو بحثونو تفصیل په یوه خبري غونډه کې له خبریالانو سره شریک کړل: "ما د ناټو له غړو او سیمه‌ ییزو متحدانو سره د دې مسلې د نړیوال کولو پر اړتیا بحث وکړ، هغوی مې وهڅول چې د ایران د ناوړه چلند پر وړاندې د مخالفت غږ اوچت کړي او له موږ سره مرسته وکړي چې د سمندري امنیت د ډاډمنولو له لارې د ایران د زیاتېدونکو پاروونکو اقداماتو مخه ونیسو."

ایراني چارواکو تېره اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ ومنله چې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه یې ویشتلې.

امریکايي چارواکو وویل، دا الوتکه په خلیج کې د نړیوالو اوبو پرسر وه، خو د ایران انقلاب ساتونکي ځواک وویل، ډرون د ایران هوايي قلمرو یا حریم ته ننوتې وه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې حملې په ځواب کې، تېره اوونۍ پر ایران د برید د پلان مخه په وروستیو شېبو کې ونیوله.

دا ټول ښيي چې په خلیج کې د دواړو لوریو ترمنځ پوځي تحرکات اوج ته رسېدلي دي.

همدا راز واشنګټن په خلیج کې پر څو کښتیو د حملو تور پر ایران لګولی، چې تهران رد کړی.

اروپايان د ولسمشر ټرمپ پر دې پرېکړه انتقاد کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ز کال له اټومي موافقې ووت.

دا هم ولولئ: ایران وايي، د اورانیمو غني کولو بهیر چټکوي

اروپايي هېوادونو په وروستیو څو اوونیو کې دواړو خواو ته خبرداری ورکړی چې د یوې کوچنۍ تېروتنې پایله ښايي جګړه وي.

رویټرز خبري اژانس د ډېپلوماتانو له قوله راپور ورکوي چې د ناټو اروپايي غړو د برسلز غونډې ته وویل، د امریکا او ایران ترمنځ د ترینګلتیا ختمول غواړي او په دې برخه کې د ټولو ډېپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي.

اېسپر هم په خبرو کې وویل، واشنګټن جګړه نه غواړي او برعکس د ډېپلوماسۍ په برخه کې د اروپايانو د ملاتړ په لټه کې دی.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د برسلز په غونډه کې د ناټو ډیری متحدانو د اېسپر د عمومي پیغام ملاتړ وکړ.

خو د ناټو یو ډېپلومات وايي، یوازې فرانسې له ایران سره په روانه ترینګلتیا کې د ناټو د احتمالي رول په اړه اندېښنه وښوده او جرمني له ایران سره د اټومي موافقې د اهمیت یادونه وکړه.

رپورټ: احمد تکل، ازادي راډیو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG