ایران ویلي کره ثبوتونه لري چې د امریکا بې پیلوټه ډرون الوتکې د جون پر شلمه یې د دوی د فضایي حدودو سرغړونه کړې وه.
د بهرنیو چارو وزارت یې دا بیان نن تر هغه وروسته خپور کړی چې د امریکایي رسنیو په وینا ولسمشر ټرمپ پر ایران د حملې منظوري ورکړې وه خو وروسته پر شا شو. رویټرز خبري اژانس د ایرانيو چارواکو له خولې ویلي چې دوی بېګا شپه د عمان هېواد په لاس د ولسمشر ټرمپ له لوري د برید خبرداری او خبرو ته د کښېنستو پیغام ترلاسه کړ خو اژانس ته ایرانیو چارواکیو ویلي چې سپریم لیډر ایت الله علي خامینايي له امریکا سره د هر ډول خبرو مخالف دی.
امریکایي پوځ وایي، د ۱۶۰ میلیونه ډالرو بې پیلوټه الوتکه یې هغه د ایران لخوا وغورځول شوه چې په هرمز تنګي کې په نړیوال هوایي حدودو کې وه خو د ایران انقلاب ساتونکی ځواک وایي، د امریکا جاسوسي الوتکه یې د ایران په جنوب کې د هورموزګان په صوبه کې له سرو کرښو تر اوښتو وروسته ویشتلې ده.