د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي، د اورانیمو غني کولو بهیر چټکوي


ایران د اورانیمو غني کول د پخوا په نسبت په لوړه کچه پیل کړي.
ایران د اورانیمو غني کول د پخوا په نسبت په لوړه کچه پیل کړي.

تهران - ایران وايي، د جون له ۲۷مې څخه به د اورانیمو غني کولو عمل تېز کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا سره یې ترینګلتیا په زیاتېدو ده او تهران د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي موافقې له ژمنو په شا کېږي.

د ایران د اټومي توانايۍ ادارې ویاند بهروز کمالواندي د جون پر ۲۶مه سرکاري خبري اژانس ته وویل د اورانیمو د غني کولو عمل د چټکولو نېټه یې په هېواد کې له ۳۳۰ کېلوګرامه څخه زیاتو اورانیمو غني کولو بندیز له وروستۍ نېټې سره سمون خوري.

د تهران او واشنګټن ترمنځ په تعلقاتو کې ترینګلتیا تر هغې وروسته زیاته شوې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو او په ۲۰۱۸ز کال کې یې د ایران او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره له شوې موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ.

په ۲۰۱۵ز کال کې له شوې موافقې سره سم، ایران د بندیزونو نرمۍ په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدوداوه.

امریکايي ولسمشر د جون پر ۲۴مه د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په ګډون پر یو شمېر چارواکو نوي بندیزونه اعلان کړل او ویې ویل چې وروسته د بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف هم بندیزونه لګوي.

تهران د امریکا دا بندیزونه رد کړل.

امریکا په خلیج کې د خپلې بې پیلوټه الوتکو ویشتلو ته په اشاره وویل، تازه بندیزونه په سیمه کې د ایران د اقداماتو په غبرګون لګوي.

تهران ویلي ول چې ډرون یې د فضايي حریم سرغړونه کړې وه خو واشنګټن وايي، څارګره بې پیلوټه الوتکه په نړیوال فضايي حریم کې وه.

تر دې مخکې د جون پر ۱۳مه، واشنګټن پر ایران د عمان په خلیج کې د تېلو پر دوو ټانکرو د برید تور هم پورې کړ چې تهران رد کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG