د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د (سختې ضربې) بندیزونو لګولو فرمان لاسلیک کړ چې پکې د مذهبي رهبر ایت الله علي خامینایي دفتر هم شامل دی. اندېښنې په زیاتېدو دي چې دغه دواړه هېوادونه پوځي شخړې ته و نه لوېږي.
دوشنبې ورځې د لګول شویو بندیزونو په نوملړ کې د ایران یوشمېر لوړپوړيو پوځي او سیاسي چارواکيو نومونه هم راځي.
ایران نن د سېشنبې پر ورځ وویل چې د دې هېواد پر مشرانو د امریکا بندیزونه له واشنګټن سره د تل لپاره د ډیپلوماسي ورونه تړل ښيي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په دوشنبه پر خپل ټویټر په یوه پیغام کې وویل چې د ایران پر رهبر علي خامنايي چې د دې هېواد د ډيپلوماسۍ پلار دی، د بې ګټې بندیزونو لګول د تل لپاره د ټرمپ له وارختا دولت سره د ډيپلوماسۍ لاره تړي.
موسوي زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت د نړیوالې سولې او امنیت لپاره ټول رامنځته شوي نړیوال مېکانېزمونه لهمنځه وړي.
په هغه فرمان کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوشنبه ورکړی، د ایران رهبر آیت الله علي خامنايي، هغه ته په نژدې کسانو او د سپاه پاسدران انقلاب ځواک پر یوشمېر قومندانانو نوي بندیزونه ولګول او د امریکا خزانې وزیر منوچین وویل چې د ایران بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف به هم په څو ورځو کې بنديزونه ولګول شي.
ټرمپ پرون د دې فرمان د لاسلیکولو پر مهال وويل، پر ایران به فشارونه دوام وکړي خو زياته یې کړه چې امريکا له ایران سره جګړه نه غواړي.
ټرمپ وویل، د ډرون (بې پیلوټه الوتکې) ویشتلو له پېښې پرته هم امريکا پلان درلود چې پر ایران نوي بنديزونه ولګوي.
په خلیج کې د ایران لهخوا د امریکا د یوې بې پیلوټه پلټنیزې الوتکې تر ویشتل کېدو وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ان د پوځي شخړې د کېدو تر کچې تللی دی.
د امریکا خزانې وزیر وویل چې د دغو بندیزونو په لګولو سره به د ایراني رژیم په لسګونه اربه ډالر بند کړي.