د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په بروکسل کې د افغانستان پر سوله او امنیت بحث کوي


د ناټو نښان
د ناټو نښان

د ناټو دفاع وزیران او شریکان‌ یې په پنجشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر سوله او امنیت ږغږېږي.

په‌ دې غونډه کې د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکلاس کې، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نړیوال بانک استازي هم برخه اخلي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه په چهارشنبه پیل شوه، خو نن یې افغانستان ته ځانګړې کړې ده.

د ناټو عمومي منشي د جون پر ۲۶مه په بروکسل کې له ازادي راډيو سره په خپلو څرګندونو کې طالبان بین‌الافغاني خبرو ته وهڅول.

XS
SM
MD
LG