د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا غواړي چې د ايران پر وړاندې يو نړيواله ټلواله جوړه کړي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو

د امريکا بهرنيو چارو وزير وايي، غواړي چې د ايران په تړاو يوه نړيواله ټلواله رامنځ ته کوي.

مايک پامپيو پیکشنبه دا خبره په داسې حال کې وکړه چې سعودي عرب او متحده عرب اماراتو ته په سفر روانېده.

دغه هېوادونه په فارس خليج کې د امريکا دوه سني عرب متحدان دي.

مايک پامپيو په واشنګټن کې د خپل سفر تر پيل مخکې وويل: موږ به له دوى سره پر دې خبرې کوو چې څنګه يقيني کولاى شو چې څو ټول په ستراتيژيک لحاظ همغږي واوسو او څنګه کولاى شو چې يو نړيوال ایتلاف جوړ کړو، داسې ایتلاف چې نه يوازې د خليج په هېوادونو، بلکې په اسيا او اروپا کې هم د نړۍ په سطحه د ترهګرۍ د تر ټولو لوى ملاتړي (ايران) پرضد فشار ته چمتووالى ولري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبره تکرار کړه، هغه دا چې واشنګټن له تهران سره له قيد او شرط پرته مذاکرو ته چمتو دى، څو د دواړو رقيبانو ترمنځ ولاړ شوى کړکېچ کم شي.

دا کړکېچ وروسته له هغې شديد شو چې امريکا تېر کال د ٢٠١٥ م کال له اټومي تړون څخه ووتله او پر تهران يې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG