د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان انتظامیه مو غونډو ته نه پرېږدي: امیدواران


د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د ۱۱۴مې حلقې امیدوران وايي، ځايي انتظامیه ورته د کمپاین او جلسو جلوسونو اجازه نه ورکوي.

د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ دا حلقه د جنوبي وزیرستان د مرکز واڼه ده چې پکې ګڼ امیدواران د جولای ۲۰مې په انتخاباتو کې ولاړ دي. دوی وايي د پاکستان په ایین کې ورته دا حق دی چې د خپلې انتخاباتې هلې ځلې وکړي، غونډې وکړي چېرته چې یې زړه وي هلته ولاړ شي او ولس خبر کړي.

د قامي ولسي ګوند نوماند تاج وزیر وايي، حکومت دغلته دفع ۱۴۴ نافذ کړې چې له وجې یې دوی انتخاباتي هلې ځلې نشي کولی. دی وايي، پر دفترونو یې چاپې وهل کېږي او د پلویانو پر ضد یې پرچې کاټېږي.

دی زیاتوي: (یوه ورځ یې پرامنه لاریون وکړ، هغعه چې وشوه نو پر دفتر مو چاپې وهلې کېږي. پر کورونو مو چاپې وهي. زموږ دوه ملګري ایاز وزیر او عزیز الله ګرفتار کړل. وروسته مو خپل ملګري په ضمانت راپرېښول. که داسې حالات وي نو موږ به څنګه انتخاباتي منډې ترړې کوو.)

د پاکستان پیپلز ګوند امیدوار عمران مخلص وزیر وايي، دوی د جون پر نهمه د امن لپاره لاریون وکړ پرضد یې پرچۍ وکښل شوه، خو یوه ورځ وروسته انتظامیې پخپله چې پکې اې سي، ډي پي او د پلاستیکي کڅوړو خلاف یو لاریون وکړ او د هېچا خلاف اېف ای ار کټ نشو. دی وايي، په یوه سیمه کې دوه قانونه چلېږي.

دی وايي، ځینو پارټیانو ته لارې خلاصې دي خو پیپلز ګوند ته مسله ده، عوامي نېشنل پارټۍ ته مسله ده، دوی ته خنډونه جوړوي.

خو د جنوبي وزیرستان الېکشن کمېشنر اصف خان خټک وايي: د قانون او ایین له مخې ټولو امېدوارانو ته یو ډول موقع ورکول کېږي. دوی د پرامنه لاریون او غونډې حق لري. دی وايي له ډیپټي کمېشنر سره به خبرې وکړي چې ټولو امیدوارانو ته دې یو شان د انتخاباتي کمپاین موقع ورکړل شي. دا خو مناسبه نه ده چې څه کسان دې خپل وي او څه دې پردي وګڼل شي او سختي دې ورباندې وشي.

دغو امیدوارانو په سوهېلي وزیرستان کې د پاکستاني سرکار دا پرېکړه هم رد کړې او غندلې ده چې د انتخاباتي عمل لکه د ووټونو اچولو او سمبالولو ټولې چارې پوځ ته سپارل شوې وي.

د پاکستان د قامي وطن پارټۍ د خیبر پښتونخوا مشر سکندر شېرپاو وايي، د صوبايي اسمبلۍ لپاره د قبایلي ضلعو د انتخاباتو واک پوځ ته سپارل د حکومت ماتې ښکاره کوي.

عوامي نیشنل پارټۍ هم د قبایلي ضلعو د انتخاباتو د امنیت چارې پوځ ته پر سپارلو نیوکې کړې دي.

د قبایلي ضلعو صوبايي ټاکنې تر پوځي څارنې لاندې کېږي

د پي ټي ایم پنځه نور مخکښان ګرفتار

تر پوځي څارنه لاندې ټاکنو مخالف یو: اېمل ولي

XS
SM
MD
LG