د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر پوځي څارنه لاندې ټاکنو مخالف یو: اېمل ولي


د خيبر پښتونخوا اسمبلي

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي وايي، قبايلي سيمو لپاره ترقياتي کارونو اعلانول له انتخاباتو سره تړاو نه لري او د دوی حکومت د ټاکنو ضابطه اخلاق ته ژمن دي.

نوموړي دا څرګندوني تر هغه وروسته مشال راډيو ته کړې چې د انتخاباتو کميشن صوبايي حکومت ته نوټس ورکړی چې قبايلي ضلعو لپاره انصاف روزګار اسيکم اعلانول د ټاکنو له ضابطه اخلاق څخه سرغړونه ده.

کميشن له صوبايي حکومته وضاحت غوښتي دي. بلخوا د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، حکومت وار له مخه په قبايلي ضلعو کې کېدونکو ټاکنو لپاره درغلي کړې. د قبايلي ضلعو پر د ۱۶ صوبايي اسمبلۍ څوکیو ټاکنې د جولای پر ۲۰ مه کېږي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی وايي، په صوبايي بجټ کې قبايلي ضلعې هم شاملي دي او د هغو سيمو لپاره هم فنډونه او ترقياتي کارونه اعلان شوي نو دا د ټاکنو له ضابطه اخلاقه سرغړونه نه ده.

د پاکستان اليکشن کمېشن د جون پر يويشتمه د قبايلي ضلعو ځوانانو لپاره د انصاف روزګار اسيکم اعلانولو په اړه نوټس اخستی او دا يې د انتخاباتي ضابطه اخلاق خلاف ورزي بللې وه. تر دې مخکې کمېشن سینيېر وزير عطف خان او قامي اسمبلي غړي اقبال اپرېدي ته د کورمې او خيبر د دورو په اړه نوټس ورکړی وو.

د خيبر پښتونخوا اسمبلي غونډه
د خيبر پښتونخوا اسمبلي غونډه

خو د اطلاعاتو صوبايي وزير شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وويل:

(مجبوري دا ده چې اليکشن په خپل ځای دی. دا خو موږ بجټ کې کوم سيکونه دي هغه اعلان کړي دي. که څوک دا فکر کوي چې دا نور مقصدونو لپاره استعمالوي نو دا ناسمه ده. موږ د اليکشن ضابطه اخلاق پابندي کاو.)

خو د عوامي نيشنل پارټۍ ايمل ولي خان وايي، صوبايي حکومت په قبايلي ضلعو کې ټاکنو لپاره له ډير مخکې نه سرکاري مشینري استعمالوي او په دې لړ کې يې اليکشن کمېشن ته خط هم استولی وو.

دوی وويل چې د دوی ګوند د پوځ تر څار لاندې د انتخاباتو هم مخالفت کړی وو او يو بېل لیک یې ليږلی وو خو کميشن ورته مثبت ځواب ورنکړو.

(د انتخاباتو لپاره د رايي پرچو جوړولو تر ټول کار به د پوځ تر څار لاندي کېږي او مه ورته خط کې ليکلې وو چې اليکشن کميشن سره تکړه خلک شته نو د هغوي څار لاندي انتخابات وکړي. يو اړخ ته د اليکشن کميشن دا اړخ دي، بلخوا صوبايي وزير عطف قبايلي ضلعو ته تللي دي او هلته يې ترقياتي پيکجونه اعلان کړي دي. داسي وزيراعظم مومندو لپاره پيکج اعلان کړي دي. دوی دا دريځ لري چې د بجټ وروسته دا کارونه کېږي، نو قانون خو دا خبره نه کوي چې د انتخاباتو پروخت بجټ اعلان مه کاوه. د قانون مطابق صوبايي حکومت خلاف کارروايي پکار ده.)

ايمل ولي خان زياته کړه چې صوبايي وزيران د قبايلي ضلعو انتخابات لانجمنوي. په پيښور کې د ډان ټيلي وژن بيورو چيف علي اکبر وايي، صوبايي حکومت له پکار نه ده چې د انتخاباتو پرمهال قبايلي ضلعو لپاره ترقياتي کارونه اعلان کړي.

(حکومت له داسي موقعو ګټي پورته کولو لپاره اعلانونه کوي، او اپوزشن په دي نظر ساتي. که چري حکومت په غفلت کې دا کار کړي وي، نو هغه به مخې ته راشي. خو که د دي وروسته قواعدو ضابطو خلاف ورزي کېږي نو بيا به واقعي د اپوزشن ګوندونو تورونه سم وي.)

د خيبر پښتونخوا صوبايي اسمبلي کې قبايلي ضلعو ۱۶ څوکو لپاره د جولايي په شلمه انتخابات کېږي. دا لومړي وار دي چې په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلي انتخابات کېږي. د پاکستان قامي اسمبلي د مې په مياشت کې د ۲۶م اييني ترميم منظورولو سره د هغو سيمو صوبايي اسمبلي څوکي تر ۱۶ پوري زياتي کړي وي.

XS
SM
MD
LG