د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي ټي ایم پنځه نور مخکښان ګرفتار


عکس له ارشیفه:
په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه. ۲۰۱۹ز کال ۱۳م جنوري
عکس له ارشیفه: په ټانک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ولسي غونډه. ۲۰۱۹ز کال ۱۳م جنوري

پاکستانیو پولیسو او ملېشو په درېو جلا جلا ځایونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه نور مخکښان رحمت شاه مسود، اقبال لالا، ملک نېکم خان، یوسف مسود او اسرار ساپی، د سوهېلي وزیرستان پر کوټکي، د ټانک پر کاوړ چېک پوسټونو او په پېښور کې نیولي دي.

لومړی د جون پر ۲۳مه په جنوبي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځايي مشر رحمت شاه مسود ونیولی. د غورځنګ غړي وايي نوموړی د یو انتخاباتي امیدوار د کمپاین په باب له غونډې وروسته کور ته پر لار وو چې په سره روغه کې د کوټکي پر چیک پوسټ ونیول شو. هغه یې د عدالتۍ کاروايي لپاره د سوهېلي وزیرستان مرستیال کمېشنر په حوالات کې بند کړی وو چې نن سهار د جون پر ۲۴مه د غورځنګ ځینې مشران لکه اقبال لالا، ملک نېکم خان او یوسف مسید د ضمانت لپاره د ټانک کچارۍ ته پر لار ول چې د کاوړ پر چېک پوسټ یې درې واړه ونیول.

اسرار ساپی بیا بېګا شپه په پېښور کې د پي ټي اېم تر ضلعي ناستې وړاندې پولیسو ونیولو. ثنا اعجاز له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ساپی یې د حیات اباد پرلت کې په یوه مقدمه کې نیولی دی.

رحمت شاه مسود څنګه ونیول شو؟ د هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه ملګري شهزاده له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:''موږ په سره روغه کې د انتخاباتي کمپاین لپاره تللي ول او دا غونډه مو هم په یوه چاردیواري کې وکړه،کله چې له هغه ځایه ګډ راستنېدلو نو پر لار د ملېشې پر یوه پوسته مو ګاډی ودرول شو، هغوی ویل چې رحمت شاه مسود زموږ پچار/پکار دی ځکه چې پر هغه یو زوړ اېف ای ار دی ، په هغه کښې یې ګرفتاروي. له دوی سره د ټانک پولیسو اېس اېچ او هم موجود وو.''

په سوهېلي وزیرستان کې د پولیسو مشر چارواکي ډي پي او عتیق وزیر مشال راډيو ته وویل، چې رحمت شاه مسود دوی ته په ځینو اېف ای ارونه کې مطلوب وو او په هغه لړ کې یې نیولی دی. دی به عدالت ته وړاندې کوو. وروسته به یې د نورو پوښتنو ګروږونو لپاره یا موږ ته راسپاري یا به یې زندان ته لېږي.

په سوهېلي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو ملګرو د خپلو ملګرو نیونه غندلې او غوښتنه یې کوله چې د غورځنګ ټول نیولي ملګري دې ورخوشې کړي. یاده دې وي چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د ۲۶م مې له پېښې چې د غورځنګ په خبره د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې یې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر یې ژوبل ول وروسته په ګڼو سیمو کې د غورځنګیانو نیونه زیاته شوې ده. د خړ کمر پر پېښه د پاکستاني پوځ وینا ده وه چې د پي ټي اېم د دوو مخکښانو علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر پوسته برید شوی وو چې پکې د دوی پنځه عسکر ژوبل شوي ول خو د دې دعوې لپاره یې کوټلی ثبوت نه دی راوړی.

د خړ کمر پېښې په ګډون په فاټا کې د انساني وضعیت څېړلو او پلټلو لپاره د پاکستان بشري حقونو کمېشن یو پلاوی د اتوار پر ورځ شمالي وزیرستان ته پر لار وو چې د بکاخېلو او سیدګۍ پر چیک پوسټونو پرېنښودل شول.

د پي ټي اېم ګڼ مخکښان او کارکنان چې په هغوی کې د قامي اسمبلۍ دوه غړي علي وزیر او محسن داوړ، ادریس پښتین، شاه فیصل غازي، د بېټڼیو له سیمې عبدالله ننګیال او د دې ترڅنګ له چمن څخه ملا بهرام او د ګڼو نورو په ګډون د دوی د بشري حقونو مبارز عالمزېب مسود هم په زندانونو کې دي.

ښايي د پي ټي اېم مشران اروپايي پارلېمان ته وبلل شي: عابد جان

افراسیاب خټک د پي ټي اېم فعالیتونه او راتلونکې څنګه ارزوي؟

پر علي او محسن زندان څنګه تېريږي؟

XS
SM
MD
LG