د امریکا یو لوړ پوړی پوځي جنرال فرېنک میکېنزي وايي، داعش ډله لا هم په افغانستان کې ډېر پرېشانه کوونکی وجود لري.
خو د ده په وینا، داسې نه ښکاري چې په امریکا کې دې برید وکړای شي هغه ځکه چې تر دېر فشار لاندې ده.
جنرال فرېنک میکېنزي د جون پر ۱۲مه خبریالانو ته ویلي چې په افغانستان کې موجوده دا ډله بلکل دا خواهش لري چې په امریکا کې برید وکړي.
خو د جنرال فرېنک میکېنزي په وینا، تر څو چې امریکا پر دې ډله فشار وساتي تر هغه وخته به د دې ډلې لپاره دا ګرانه وي چې په امریکا کې برید وکړي.
تر دې وړاندې اسوشیېټډ پریس په روانه اونۍ کې د افغان او امریکايي امنیتي چارواکو له خولې لیکلي وو چې داعش ډله د نویو غړو په ګمارلو سره خپل وجود پراخوي او په امریکا او نورو مغربي هېوادونو د بریدونو پلانونه جوړوي.