د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له مکسیکو سره د کډوالو د پالیسۍ په اړه یوې هوکړې ته رسیدلی دی.
د جون پر اوومه ناوخته ولسمشر ټرمپ په خپل ټویټر پاڼه ولیکل چې په خوشالۍ دا خبر درکوي چې امریکا له مکسیکو سره هوکړې ته رسیدلې او د مکسیکو پر تجارتي سامانونو چې يې د جون پر۱۰مه د ټېکسونو لګولو ژمنه کړې وه هغه تر نامعلوم وخته ځنډول شوي دي.
بلخوا په ځواب کې مکسیکو ویلي چې دوی به له دغه هېواده امریکا ته د کډوالو د ورتګ په اړه خپله پالیسي سخته وي.
له دغې سره به امریکا ته د غېر قانوني کډوالو په ورتګ کې کمې راشي.
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ د مې پر۳۰مه اعلان وکړ که مکسیکو امریکا ته د غېر قانوني کډوالو د ورتګ مخه ونه نیسي نو له دغه هېواده پر ټولو درامداتو به د ټېکس شرح پنځه فېصده لوړه کړي.