د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال جام: سريلنکا افغانستان ته ماتې ورکړه


افغان کرکټ لوبغاړی محمد شیزاد.
افغان کرکټ لوبغاړی محمد شیزاد.

د کرکټ نړيوال جام سياليو په لړ کې افغانستان خپله دوهمه لوبه سريلنکا ته وبايلله.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او سريلنکا ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سريلنکايي لوبډلې په ۳۶،۱ اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په زيان ۲۰۱ منډې وکړې خو لوبه د باران له امله ۴۱ اوورونو ته کمه شوه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۸۷ منډو موخه وټاکله.

په ځواب کې افغان لوبډلې په ۳۰م اوور کې د ټولو لوبغاړیو په زيان ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۴ منډو په توپير وبايلله.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه اسټراليا ته بايللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG