د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست ښار کې د وسلو یو زیرمتون نیول شوی


په خوست کې افغان ځواکونو عملیات: عکس له ارشیفه
په خوست کې افغان ځواکونو عملیات: عکس له ارشیفه

په خوست کې د ملي امنیت ریاست وايي، چې د سې شبنې په شپه يې د دقیقو او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ښار د ازادۍ مینې په ساحه کې د مخالفینو د وسلو یو زېرمتون نیولی دی.

نن د سې شنبې په ورځ د ملي امنیت رسنیز دفتر مشال راډیو ته وویل، چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې لس کلاشینکوفونه، ۹ مخابرې، ۲۱۵۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۵۰ د پیکا مرمۍ او نور پوځي تجهیزات نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پوځي توکیو کې لسګونه د مرمیو شاجورونه او پوځي بوټونه هم نیول شوي دي.

د ملي امنیت ریاست مسوولین وايي، چې تر اوسه د وسلو د دې پټنځای په تور څوک نه دي نیول شوي، خو په سیمه کې پلټنې پیل شوي دي.

د ملي امنیت ریاست کمپلیکس هم د خوست ښار د ازادۍ مینې په پروژه کې موقعیت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG