د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلت دوام لري


پېښور کې د پي ټي اېم پلویان احتجاجي ناسته کوي.
پېښور کې د پي ټي اېم پلویان احتجاجي ناسته کوي.

پېښور ـ د پېښور په حیات اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت لا هم دوام لري.

دوی د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهره کونکو د ډزو خلاف احتجاج کوي.

په دغه پېښه کې د غورځنګ ۱۴ پلویان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو. بل پلو د پاکستان پوځ هم ادعا کوله چې لومړی د دوی پر پوسته برید وشو چې پکې پنځه سرتېري ژوبل شول چې یو یې بیا وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

د پېښور پرلت کې د یاد غورځنګ لسګونه پلویان ناست دي او دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د خړ کمر د پېښې د پلتڼې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.

د جون د لومړۍ ڼېټې پر ماښام د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د پرلت ځای ته ورغلو او وینا یې وکړه. نوموړي دغلته مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وویل، دوی به په سوله ییزه بڼه خپل پرلت ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ پرلت به په اختر کې هم روان وي، دا به تر هغې روان وي چې تر څو پورې انصاف نه وي شوی."

نوموړي همدا رنګه د خپلو ګرفتار کړل شویو ملګرو د خلاصون غوښتنه هم وکړه. ده دا و نه ویل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ څومره ملګري نیول شوي دي. د حکومت لخوا په څرګندو نیول شویو کسانو کې د علي وزیر او محسن داوړ نومونه د پام وړ دي. دواړه د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستانونو استازي دي.

امنیتي ادارو علي وزیر د مې پر ۲۶مه نیولی وو، خو محسن داوړ د مې پر ۳۰مه د وزیرو مشرانو په ضمانت په میرامشا کې پوځ ته ګرفتاري ورکړه او دی په بنو کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شو.

د پېښور په احتجاجي ناسته کې د شمالي وزیرستان هغه کسان هم ګډون کوي چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې د خړ کمر پېښه کې وژل شوي یا ژوبل شوي وو. منظور پښتین وايي، حکومت دې د دغو کسانو سره انصاف وکړي، کنه نو دوی به همداسې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

د پېښور ترڅنګ د پاکستان په نورو ښارونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د خړ کمر د پېښې خلاف پرلت او مظاهرې کوي.

XS
SM
MD
LG