د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه پرلت: علي وزیر او محسن داوړ دې پرېښودل شي


له ارشیفه کوټه کې د پي ټي اېم جلسه. ۲۰۱۸ ز کال ۱۱م مارچ

په شمالي وزیر ستان کې د پښتون تحفظ موومنټ د قامي اسمبلۍ د غړیو نیول کېدو پرضد د هېواد د نور برخو غوندې په بلوچستان کې هم داحتجاجي مظاهرې وشوې. دوی غوښتنه کولې چې علي وزیر او محسن داوړ دېسمدلاسه خوشې کړل شي او د دوی پرضد دې مقدمې ختم کړل شي.

بېګا شپه د پښتون تحفظ موومنټ تر سیوري لاندې د کوټې پرېس کلب مخې ته یو احتجاجي پرلت پیل شو چې پکې د ملتپالیو ګوندونو لکه عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند کارکونکو هم پکې په لوی شمېر ګډون وکړ. پرلتوالو غوښتنه کوله چې د شمالي وزیر ستان د پېښې د پلټنو لپاره دې یو آزاد پارلماني کمېشن جوړ شي.

پر دې مهال د عوامي نېشنل ګوند کوټې څانګې مرستیال مشر ثناء الله کاکړ مشال راډيو ته وویل چې دوی د عدم تشدد تر تګلارې لاندې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په احتجاج لاسپورې کړی دی او تر هغو به روان وي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

دا ځوانان د خپلو قامي حقونو لپاره یو سوله ییز غورځنګ دی، د خپلو ورکو کسانو د موندلو لپاره راوتلي دي، چې هغوی دې عدالت ته وړاندې کړل شي، هغوی د ښخ کړیو ماینونو خلاف راوتلي چې د دوی سیمه دې ترې پاکه کړل شي. هغوی غوښتنه لري چې له یوولسم سېپتمبره پس چې د پښتنو پر خاوره کوم غوبل او ناروین تېر شو د هغو لپاره دې د ریښتیا او پخلاینې یو کمېشن جوړ شي.دوی پر عدم تشدد یقین لري. دوی د علي وزیر، محسن داوړ، ملا بهرام، د عالمزېب مسید او په بنو کې د نیول شویو ملګرو خوشې کېدنه غواړي.

په پرلت کې د کوټې ترڅنګ د صوبې له نورو برخو څخه هم ځوانان راغونډ شوي دي. د موساخېل سیمه کې د پي ټي اېم یوه غړي عبدالجبار غوري مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د پېښې پلټنه دې وشي، چې څوارلس پشتانه پکې ووژل شول او لسګونه نور یې ژوبل کړل. پاکستانی پوځ ادعا کوي چې لومړی د دوی پر پوسته برید وشو چې پکې د دوی پنځه عسکر ژوبل شول او په هغوی کې یې یوه وروسته ساه ورکړه. خو پي ټي اېم د پوځ تورونه ردوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

بلوچستان کې د زړه او شکرې زیاتېدونکې ناروغۍ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG