د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپایي ټولنې پارلماني ټاکنو کې ملتپالي مخکې دي


د اوروپایي ټولنې بیرغ
د اوروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې پارلمان لپاره د انتخاباتو لومړۍ پایلې ښيي چې ملتپال او ښي اړخي افراطي ګوندونه تر هغو ګوندونو مخکې دي چې د اروپايي ټولنې ملاتړ کوي او منځلاري دي.

د نن سهار د انتخاباتو د نیمايي رايو شمېرنه ښيي چې د اروپايي ټولنې د ملاتړیو سيالو ګوندونو ۳۲۱ څوکۍ وړي چې د اروپایي پارلمان د ۷۵۱ څوکيو له نيمايي لږې کمې دي.

په فرانسه کې د ماري لوپین ښی لاسی ګوند په دغو انتخاباتو کې په بې ساري توګه مخکی شوی دی.

زرغونه یا د اروپايي ټولنې ملاتړي ګوندونه هم د تېر په پرتله مخکې شوي دي.

په ټوله اروپايي اتحادیه کې د انتخاباتو لومړي نتيجې ښيي چې زرغونو ګوندونو په اروپايي پارلمان کې ۶۹ څوکۍ ګټلې چې دا شمېر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۵۲ وو.

دا په داسي حال کې ده چې له بريتانيا پرته په ټوله اروپایي ټولنه کې د رایو جوګه ۵۱ فیصده وګړیو رايې ورکړې چې په تېرو شلو کلونو کې د اروپايي ټولنې په پارلماني انتخاباتو کې تر ټولو لوی شمېر ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG