د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین مرستیال ولسمشر نن پاکستان ته ځي


پاکستاني چارواکي وايي د چین مرستیال ولسمشر وانګ شیشان د مې پر ۲۶مه په درې ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته رسېږي.

د سرکاري راډیو پر وېبپاڼه په یو خبر کې لیکل شوي چې نوموړی به د پاکستان له وزیراعظم عمران خان، ولسمشر ډاکټر عارف علوي او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې د چین مرستیال ولسمشر به په دې سفر کې د مفاهمت یادښتونه هم لاسلیکوي او د ځینو پروژو پرانېسته به هم کوي.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یو بیان کې ویلي چې د چین مرستیال ولسمشر به په دې سفر کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG