د نیو زيلېنډ پولیس وايي، د هېواد په کرایس چرچ ښار کې پر جومات برید کونکی یې په رسمي توګه په ترهګرۍ تورن کړی دی.
پولیسو د مې پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي چې برینټن ټېرنټ ترهګري کړې ده.
د ترهګرۍ د تور تر ټولو سخته سزا ټول عمري بند دی.
د سپین پوستو برتر بلونکی دا کس برینټن ټېرنټ نومېږي او د اسټرالیا وګړی دی.
پر ده وار له مخه په رسمي توګه د ۵۱ کسانو د وژلو او د ۳۹ نورو د وژلو د هڅې تور پورې شوی دی.
۲۸ کلن برینټن ټېرنټ به بیا په جون میاشت کې عدالت ته وړاندې کېږي.
دا برید د نیو زيلېنډ په تاریخ کې تر ټولو لویه ډله ییزه وژنه بلل شوې ده.