ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ د مخ په زیاتېدونکو متنازعه بیانونو په اړه انديښنه څرګنده کړي او له دواړو یې د ارامه اوسېدو غوښتنه کړې ده.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د مخ په زیاتېدونکي ترینګلتیا په حالاتو کې د مې پر۲۰مه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټویټر ولیکل، که ایران جګړه غواړي نو دا به په رسمي توګه د هغه هېواد ختمېدل وي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ولسمشر ټرمپ هغه بیان رد کړی چې ظریف د ټولوژنې پېغورونه بللي دي.
نوموړي امریکا ته خبرداری ورکړ چې ایران ته دې دړکي نه ورکوي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وویل، دوی د امریکا او ایران د یو بل پرضد بیانونو په اړه اندېښمن دي.
نوموړي زیاته کړه، د مې پر ۱۹مه د ویشتل شوې هغه توغندي په اړه هم اندېښنې لري چې په بغداد کې د بهرنیو هېوادونو سفارتخانو په سیمه کې د امریکا له سفارتخانې سره په ۵۰۰ میټره واټڼ کې لګیدلی دی.