د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي د ملګرو هیوادونو سرمشریزې بللي


د سعودي باچا سلمان
د سعودي باچا سلمان

سعودي عرب په روانه مياشت کې د خپلو ملګرو هېوادونو دوه بیړنۍ غونډې غوښتي څو د تېلو په تنصيباتو د حملو او په سيمه کې له ايران سره د تاوتريخوالي په اړه خبرې وکړي.

د سعودي عرب بادشاه سلمان د مې پر ۱۸ د خلیج د همکارۍ د شورا او د عرب لیګ پر مشرانو غږ وکړ چې د مې پر ۳۰ دې په بیړنیو سر مشریزو کې ګډون وکړي.

سعودي او نورو چارواکو ویلي چې په سرمشريزو کې به د متحده عربي اماراتو په ساحلي سيمه کې په څلورو سوداګریزو بحري جهازونو برید او د ریاض سره نږدې د تېلو د تولیداتو په ساحو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو په اړه بحث وشي. ایران پر دغو جهازونو د بريدونو تورونه رد کړي دي.

د سعودي عرب سرکاري خبري اژانس SPA د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په حواله ویلي چې د غونډې مشران به د بریدونو او په سیمه کې دې ته د غبرګونونه په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG